ګهیځ: د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړی کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه.
د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کانګرس له لوری د دفاعی بودیجې باوری شوې طرحه توشیح کړه.
په دې بودیجه کې د هغه کمیسیون لپاره هم ځانګړې بودیجه شامل ده چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت او ماتې وڅېړی. د دې کمیسیون لپاره ټاکل شوې چې ۱۶ غړی وګمارل شی.
یاد کمېسیون به خپل لومړنی راپور د یو کال په اوږدو کې خو وروستی راپور به د درېیو کالونو په اوږدو کې وړاندې کوی.
د امریکا کانګرس وایی په دې راپور کې له یاد شوی مواردو به د امریکا د راتلونکو سټراپېژیو او چلند لارو لپاره کار اخیستل کېږی.
ځینې امریکایی استازی بیا په دې کوی چې د څېړنې په لړ کې هغه کسان باید سزا ووینی چې د ماتې او اوسنی وضعیت د رامنځ ته کېدو لامل شوی دی.
گهیځ