په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ننګرهار ولایت مشهور او پخوانی ژورنالیست او د هېواد په ختیځ زون کې د افغان ژورنالیستانو شورا مشر ښاغلی شفیق الله ممله وال د ورپېښې ناروغۍ له امله د حق داعی ته لبیک ووایه.
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم ممله وال د خپل مسلکی او علمی ژوند په ترڅ کې تل هڅه کړې چې حقایق خلکو ته ورسوی او د ژوند په هر ډګر کې د خپل ولس او خپل هېواد په خدمت کې اوسی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی او غړی پداسې حال کې چې د ښاغلی ممله وال مړینه د هېواد د رسنیو او رسنیزو فعالانو په منځ کې یوه لویه ضایعه ګڼی، هغه ته له الله نه جنت الفردوس او پاتې کورنۍ او لارویانو ته یې د زړه صبر او اجر غواړی.
گهیځ