په ننګرهار کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې فابریکې په کار پیل وکړ

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۸مه) د اسلامی امارت چارواکی وایی په ننګرهار ولایت کې یې د ۱۵ میلیونه ډالرو په مالی لګښت د چرګانو دانې د تولید فابریکه پرانستې ده.
په دوحه کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
نعیم زیاتوی چې د دې فابریکې دویمه څانګه پرون چې د ننګرهار والی محمد داود مزمل او تنظمیه رییس هم په کې ګډون درلود پرانیستل شوه
د نوموړی په خبره، د چرګانو دانې د تولید په یادې فابریکه کې ۵۰۰ کسانو ته دکار کولو زمینه برابره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ ټنه دانې د تولید وړتیا لری.
د یادولو وړ ده چې د تل پسرلی فابریکې تولیدی دانې پر ولایتونو سربېره تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادرېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.