ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۸مه) متحده عربی اماراتو له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د مرستو لپاره سینه ډبولې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وایی د متحده عربی اماراتو د فدرالی هویت، تابعیت، امنیت، ګمرکونو او بندرونو وزیر محمد حماد الشامسی د دغه وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره کتلی دی.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د هېواد پر روان وضعیت خبرې شوې دی. الشامسی ویلی چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو په تېره د ښوونې او روزنې، روغتیا، اقتصاد او زراعتی برخو کې مرستې کوی.
متقی په دې لیدنه کې د عربی اماراتو له مرستو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې، متحده عربی امارات به د افغانستان لپاره د نړۍ سره د دروازې رول ولوبوی او له همدې لارې به یې د صادراتو کچه لوړه شی.
نوموړی همدا راز ویلی چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوی.
گهیځ