ګهځ: نن شنبه (د کب ۱۴مه او د مارچ ۵مه نېټه ده) د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې چارواکی وایی، که څه هم سږکال د وچکالۍ له امله د زعفرانو حاصلات کم و، خو په نړیوالو بازارونو کې په ښه بیه پلورل شوی دی.
د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالی غوثی رسنیو ته وویل، که څه هم سږکال له هرات ولایته نورو هېوادونو ته د زعفرانو صادرات کم وو، خو په خبره یې په هند، چین، مرکزی اسیا او اروپایی هېوادونو کې د تېرو نورو کلونو پرتله په څو چنده لوړه بیه پلورل شوی دی.
ښاغلی غوثی وایی، تېرو کلونو کې په نړیوال بازار کې یوه کیلو زعفران له ۲۵ تر ۳۰ زرو افغانیو و، خو سږکال یوه کیلو زعفران تر ۱۳۰زرو افغانیو پلورل شوی دی.
د افغانستان زعفران چې سره زر هم بلل کېږی نړیوال شهرت لری او د دغه هېواد د نورو ولایتونو پرتله تر ټولو زیاته اندازه یې په هرات ولایت کې حاصلېږی.
گهیځ