کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې آسترالیایی رسنیو د خپل هېواد د چارواکو له قوله ویلی، چې دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د شاوخوا ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړی دی.
د استرالیا SBS ټلوېزیون پرون ویلی، له ۲۰۲۱ راوروسته د افغانانو له لوری د پناه لپاره په وړاندې شویو غوښتنلیکونو کې تراوسه پورې د نږدې ۵۰ زره تنو پناه غوښتنه نه ده منل شوې.
دغې ټلوېزیون زیاته کړې، پر دې سربېره چې د ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوی، لږ تر لږه د ۱۴۴ زره نورو غوښتنلیکونه تراوسه پورې بیخی څېړل شوی نه دی او د څېړلو نوبت یې نه دی رارسېدلی.
له بلې خوا افغان – آسترالیا ټولنې او په افغانستان کې د آسترالیایی ځواکونو پخوانیو همکارانو ویلی، چې د دوی د ګڼ شمېر نږدې خپلوانو وېزې لغوه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ