آسیایی پراختیا بانک له افغانانو سره ۴ سوه میلیونه ډالر مرسته تصویب کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د آسیا پراختیایی بانک له افغانستان سره د ۴ سوه میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.
د راپور پر بنسټ، دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې ټولې دغه پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کیږی، چې مصرف یې کړی.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دې مرستې له ډلې به سل میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کیږی، چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولی.
دغه راز ۲ سوه میلیونه ډالره به ترې یونسېف ته ورکول کیږی، چې په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم میلیونه ماشومانو ملاتړ پرې وکړی او پاتې سل میلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.