کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی۴مه نېټه):
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی،.چې انالینا بیربوک دغه موضوع په افغانستان کې د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی ریچارد بینیټ سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
د اعلامیې له مخې د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې ویلی، چې له افغانانو سره یې د هېواد پېوستون نه ماتېدونکی دی او آلمان په افغانستان کې د بشری حقونو دفاع ته دوام ورکوی.
اعلامیه زیاتوی، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر وضعیت او له افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ