آی اېس آی او په افغانستان کې د بل بدلون لپاره تکراری هلې ځلې!

که څه هم په افغانستان کې د تحولاتو او بدلونونو څپې په داسې بڼه راځی چې اکثره وخت د پېښو شنونکی او تحلیلګران هم حیران کړی او کله ناکله خو ځینی شنونکی او تحلیلګران دې ته اړ شی چې د خپلې ګېډې څخه د را ایستلی تحلیل او شننې د رښتیا ثابتولو لپاره ځمکه او آسمان سره وتړی یا یې وجنګوی، خو له څه مودې راهیسې ‎‎‎‎‎د افغانستان پېښې او د ګاونډی هېواد(پاکستان) هلې ځلې او هرې خواته لاس او پښې اچول، په رښتیا هم داسې ښکاروی چې د اسلام آباد ملکی او پوځی واکمن او په تېره هم د افغانستان په تحولاتو کې د پوځی استخباراتو د دوی ککړه اداره څه نوی پلان عملی کول غواړی.

پدې شپو ورځو کې چې په کور د ننه پاکستان کې د دې هېواد د پوځ تر سرپرستۍ لاندې نیمه خوا ملکی حکومت او آن خپله پوځ له سختو ناخوالو او وسله والو مخالفتونو سره لاس او ګرېوان دی او کم تر کمه په سرحدی ایالت او بلوچستان کې د اسلام آباد د سیاسی او وسله والو مخالفینو د مخالفتونو لړۍ د هرې ورځې په تېرېدو پراخېږی، نو ورسره جوخت د آی،اېس، آی پوځی استخباراتی ادارې هم هلې ځلې پیل کړې دی تر څو په افغانستان کې د اوسنی حاکم نظام خلاف د ځینو آزمایل شویو څېرو او جهتونو هلې ځلې سره یو لاس او تقویه کړی.

څه موده وړاندې د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل پر ولسوالۍ د پاکستانی الوتکو غلچکی برید د کابل له سخت او خورا توند غبرګون سره مخ شو او په هغه وخت کې د پاکستانی رسنیو راپورونو ته په کتو سره داسې برېښېده چې اسلام آباد له کابل نه د دومره توند غبرګون تمه نه درلوده.

د پاکستان تر دې هوایی بمباردمان او په مقابل کې یې د افغان لوری تر توند پوځی غبرګون وروسته د پاکستان د پوځی استخباراتو ادارې( آی ایس آی) چې تل یې د افغانستان د پېښو او بدلونونو په تړاو نوم په منفی انداز سره یادیږی، ځینې داسې هلې ځلې پیل کړې چې ښکاروی دغه بدنامه جاسوسی اداره بیا کوم کرغېړن پلان لری.

په تاجکستان کې د افغانستان د پخوانۍ ادارې او د مقاومت په نامه د کابل د اوسنیو واکمنو له ځینو مخالفینو سره د آی اېس آی د  مشر لیدنه او بیا د تاجکستان له جمهور رییس امام علی رحمان سره یې په همدې تړاو خبرې او اوس دا دی په ترکیه کې له مېشتو ځینو افغان سیاسیونو او د پخوانی حکومت له مشرانو سره د نوموړې پاکستانی استخباراتی ادارې د جنرالانو لیدل کتل، ښکاروی چې آی اېس آی بیا هلې ځلې پیل کړې او غواړی د افغانستان د اوسنی حکومت خلاف د هغې مخالفین او آن هغه څېرې چې په ستراتیژیک ډول د اسلام آباد مخالفین ګڼل کېږی، په یوه محور سره را ټول او د خپل کوم پلان د تطبیق لپاره یې تیار کړی.

اوس دا چې د افغانستان لپاره د “آی ایس آی” غوندې بدنامې جاسوسی ادارې نوی پلان څه دی او څه اړخونه لری ځانګړی بحث ته اړتیا لری او اوږد تفصیل غواړی، خو هغه څه چې ثابت دی دا دی چې اسلام آباد او په تېره بیا د دې هېواد د پوځی استخباراتو دغه بدنامه اداره هېڅکله او په هېڅ ډول شرایطو کې د یوه خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د لیدلو زغم نه لری.

د رسنیزو راپورونو له مخې همدا اوس د پاکستان حکومت کم تر کمه په خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې له سختو پوځی او سیاسی مخالفتونو او ګواښونو سره مخ دی، دا مخالفتونه او ګواښونه یوازې د ډیورند کرښې په شا او خوا کې د پاکستان پر پوځی چاوڼیو او امنیتی پوستو د هغه هېواد د طالبانو تر وسله والو بریدونو هم نه محدودېږی، په سیاسی محاذ کې هم د دغه هېواد د تحریک انصاف پر ګوند پر مخالفتونو سربېره په حاکم سیاسی اتحاد کې هم ګڼو مخالفتونو سر راپورته کړی چې دا ټول په اسلام آباد کې د حاکم سیاسی ایتلاف شړیدلی او در په دره حالت په ډاګه کوی.

اوس د اسلام آباد چارواکی چې تر بل هر وخت د داخلی سیاسی اختلافاتو او په لوړه کچه اداری او مالی فساد تر څنګ له شته نا امنیو او آن تجزیې له ګواښ سره سره(کم تر کمه په سرحد او بلوچستان کې) مخ دی، غواړی په افغانستان کې د اوسنی سیاسی او امنیتی ثبات پر ضد هلې ځلې وکړی او په تأسف پدې لار کې یو ځل بیا له هغو څېرو ګټه اخیستل غواړی یا پر هغه کسانو پانګونه کوی چې په افغانستان کې یې په وار وار امتحان ورکړی او ناکام شوی دی.

دا چې د پاکستان دغه هلې ځلې به تر کومه بریده نتیجه ورکړی، معلومه نده، خو غوره به دا وی چې د اسلام آباد پوځی او سیاسی واکمن نور د خپلو ګاونډیانو د تخریب او هلته د ګډوډی جوړولو پر ځای خپلو کورنیو ستونزو ته لږ پاملرنه وکړی او هغې ته د حل لارې د لټولو په فکر کې شی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.