معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ابراهیم رئیسي بایډن په ایران کې د ګډوډۍ اور ته په لمن وهلو تورن کړ

ابراهیم رئیسي بایډن په ایران کې د ګډوډۍ اور ته په لمن وهلو تورن کړ

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د ايران ولسمشر ابراهيم رئیسي د امريکا پر ولسمشر جو بايډن تور پورې کړی چې ايران کې خلک بلوا او د ګډوډيو جوړولو ته هڅوي.
رييسي ويلي، د امريکا ولسمشر چې کله په نورو هېوادونو کې خلک بلوا، ګډوډيو او ورانکاريو ته هڅوي نو ذهن ته يې د ايران د انقلابي رهبر هغه خبرې ورګرځي چې امريکا ته به يې د لوی شيطان خطاب کاوه.
د ايران ولسمشر وروسته له هغې دا څرګندونې کړي، چې بايډن د ايراني لاريونوالو او معترضينو زړورتيا وستايله او پر اخوندي رژيم د هغوی له ځپلو د لاس اخیستو غږ وکړ.
نږدې میاشت وړاندې د ایران اخلاقي امنیت پولیسو په شکنجې د یوې کردۍ پېغلې «مهسا امیني» تر وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې خلک د اعتراض په بڼه سړکونو ته را ووتل او پراخ لاریونونه پیل شو، چې تر اوسه یې دوام موندلی.
تهران د دغو لاریونوالو د ځپلو لپاره پر تاوتريخوالي لاس پورې کړی، چې په خلاف یې په نړيواله کچه غبرګونونه را پورته شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس