ابراهیم رئیسی بایډن په ایران کې د ګډوډۍ اور ته په لمن وهلو تورن کړ

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسی د امریکا پر ولسمشر جو بایډن تور پورې کړی چې ایران کې خلک بلوا او د ګډوډیو جوړولو ته هڅوی.
رییسی ویلی، د امریکا ولسمشر چې کله په نورو هېوادونو کې خلک بلوا، ګډوډیو او ورانکاریو ته هڅوی نو ذهن ته یې د ایران د انقلابی رهبر هغه خبرې ورګرځی چې امریکا ته به یې د لوی شیطان خطاب کاوه.
د ایران ولسمشر وروسته له هغې دا څرګندونې کړی، چې بایډن د ایرانی لاریونوالو او معترضینو زړورتیا وستایله او پر اخوندی رژیم د هغوی له ځپلو د لاس اخیستو غږ وکړ.
نږدې میاشت وړاندې د ایران اخلاقی امنیت پولیسو په شکنجې د یوې کردۍ پېغلې «مهسا امینی» تر وژل کېدو وروسته په دغه هېواد کې خلک د اعتراض په بڼه سړکونو ته را ووتل او پراخ لاریونونه پیل شو، چې تر اوسه یې دوام موندلی.
تهران د دغو لاریونوالو د ځپلو لپاره پر تاوتریخوالی لاس پورې کړی، چې په خلاف یې په نړیواله کچه غبرګونونه را پورته شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.