کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اتریش هېواد د آزادۍ ګوند مخکښو غړو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر د نورو موضوعاتو ترڅنګ په ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د کونسلی خدمتونو او نورو اسانتیانو د رامنځته کولو په تړاو خبرې کړې دی.
په ورته وخت کې د اتریش د آزادۍ ګوند غړو په دغه کتنه کې د افغانستان وضعیت تر هغه ډېر ښه بللی، چې مخکې له راتګ څخه یې له رسنیو څخه اورېدلی وو.
د اتریش د آزادۍ ګوند غړو په ټینګار سره ویلی او ژمنه یې کړې، چې دوی به د افغانستان د اوسنی وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپا ته نقلوی او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایی ټولنې د غړو هېوادونو سره شریکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ