کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما مشرې روزا اتونبایوا د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په ۵ زونونو کې د پانګونې کنفرانس جوړ کړی.
نورالدین عزیزی له روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې دغه راز د افغانستان صنعتی انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې، له خصوصی سکتور څخه د ملاتړ، د صنعتی پارکونو د برېښنا او په افغانستان کې د خصوصی سکتور ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.
اوتونبایوا په افغانستان کې پانګونې ته د رابلنې کنفرانس ستاینه کړې او له نورالدین عزیزی څخه یې غوښتی، چې دا ډول پروګرامونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم جوړ کړی.
څو ورځې وړاندې کابل کې په افغانستان کې پانګونې ته بلنه تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شوی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ