کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې خپلو مراجعینو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې د لا ډېرې اسانتیا په موخه د نوبت اخیستنې انلاین سېستم فعال کړی دی.
د یادې ادارې مسوولینو وایی، هېواد کې د نفوسو د احوال ثبتولو د یوازینۍ او معتبرې مرجع په توګه هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوی، چې ځینې مراجعین د تابعیت په پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او نورو اړوندو اسنادو کې د ستونزو د حل په موخه مرکزی ادارې ته مراجعه کوی.
مسوولین وایی، دوی تل هڅه کوی چې هېوادوالو ته چټک، پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړی.
دا سېسټم د دې ادارې د معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د متخصصینو له لوری رامنځته شوی، چې په فعالېدو سره به یې د نوبت اخیستو برخه کې د مراجعینو ستونزې تر ډېره بریده حل شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ