کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع نن ترکیې ته سفر وکړي.
ټيارټي خبري شبکي راپور ورکړی، چې الشرع د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي.
په راپور کې راغلي چې دواړه لوري به په سوریه کې د اقتصادي وضعیت، ټيکاو او امنیت د ښه کولو لپاره د متقابلو اقداماتو په اړه بحث وکړي.
د یادونې ده چې احمد الشرع د سوریې انتقالي دولت د ولسمشر په توګه خپل لومړنی سفر سعودي ته وکړ او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل.
دواړو خواوو د سوریې له امنیت او ثبات څخه د ملاتړ په لارو چارو خبرې کړې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/