کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د سوریې د انتقالی دورې ولسمشر احمد الشرع نن ترکیې ته سفر وکړی.
ټیارټی خبری شبکی راپور ورکړی، چې الشرع د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوی.
په راپور کې راغلی چې دواړه لوری به په سوریه کې د اقتصادی وضعیت، ټیکاو او امنیت د ښه کولو لپاره د متقابلو اقداماتو په اړه بحث وکړی.
د یادونې ده چې احمد الشرع د سوریې انتقالی دولت د ولسمشر په توګه خپل لومړنی سفر سعودی ته وکړ او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل.
دواړو خواوو د سوریې له امنیت او ثبات څخه د ملاتړ په لارو چارو خبرې کړې دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ