ادبیات انسان ته څه ورکوی؟

ادبیات انسان ته څه ورکوی؟

لیکوال: د بغلان پوهنتون استاذ ګل رحمن رحمانی

په پوهنتونو کې د نورو پوهنځیو محصلین د ادبیاتو د زده کوونکو په اړه داسې فکر کوی چې دا خلک یوازې له ګل او بلبل سره سرو کار لری، شعر و شاعری ده، خبرې دی او یا بس یوازې د حسن او ښکلو صفتونه.
ښایی دلته یوه ستونزه دا وی چې موږ ادبیات د ټولنیز ارزښت له مخې هسې نه دی تدریس کړی یا مو نه دی تعریف کړی، څو د محصل په شخصیت او فکر کې دې په هغه ډول را څرګند شی چې ادبیات یې تمه کوی.
ادبیات انسان ته ور زده کوی چې خپلې بدۍ، بدرنګۍ او خامۍ څنګه لرې او خپل ژوند ښایسته کړی. د نورو پر وړاندې د عاطفې، احساس، خواخوږۍ او نزدېوالی بشری اړیکه څنګه پیاوړې کړی، څو پر مټ یې د بشری ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د نورو مسلکونو اړوند وګړی د خپل کسب و کار، مسلک او مسؤولیت ښکلا ته متوجه کړی او انسان ته یې د یوې سوکاله ټولنې د رامنځته کولو لپاره په خوږه او عاطفی ژبه وهڅوی، ځکه دوى پوهېږی او د هغو انسانانو پر وړاندې مسؤولیت لری چې لا یې د پوهې او درک ځواک ویده دى.
ادبیات که کاری او اقتصادی بحرانونو او ننګونو ته ځواب نه شی ویلى، خو زموږ نړۍ لید ته بدلون ورکولى شی، څو انسان ته یوه نوې تګلاره ترسیم کړی، په ځانګړی ډول د انسان اړوندو مسایلو کې.
ما چې کوم کسان یاد کړل، په یوه لحاظ ځکه په حقه دی چې ادبیاتو د سوداګرۍ، اقتصاد، حقوقو او نورو علومو د ټولنیزې ښکلا او انسانی اړتیا په اړه کمې خبرې کړې، که وی هم ډېرې محدودې دی.
موږ چې په هره برخه کې فعالیت کوو، بیا هم په نهایت کې له انسان سره مخ یوو چې هر څه یې د هغه له چلند او کړو وړو سره تړلی دی، هغه موجود چې پېچلې او متضادې غوښتنې یې هره ورځ نوى رنګ او بڼه خپلوی، ددغه بدلونونو او تضادونو تر منځ اړیکې د ادبیاتو له لارې په ښه ډول درک کولى او روزلى شو.
انسان د ادبیاتو په وسیله کولى شی چې خپل چلند وننګوی او د خپلو تمایلاتو د درک لپاره ساده لارې چارې وړاندې کړی، ځکه چې دى تل منطقی چلند نه کوی، چلند یې د شمېرو او ارقامو په څېر ثابت نه دى.
ادبیات زموږ سره په داسې وړاندوینو کې مرسته کوی چې د اقتصادی- ساینسی تحلیل او تجزیې له مخې امکان نه لری، خو کولى شو چې د همدې وړاندوینو له مخې پر خپلو همکارانو، شریکانو او هغو کسانو تکیه وکړو چې ورسره سروکار لرو. ادبی ژانرونه د خپلې محتوا له مخې د بېلګو او کرکټرو له لارې د دا ډول فضا د رامنځته کولو مسؤولیت لری.
په دا ډول اثارو کې د انسانی ژوند پېچلتیاوې داسې انځور شوې چې موږ تر ډېره پورې د ننیو انسانی اړتیاوو او ستونزو تل ته رسوی له بېلابېلو زمانی واټونونو سره مو اشنا کوی.
موږ که هر څومره پوهه او تجربه ولرو، خو بیا هم په هر حال کې د بېلابېلو ټولنیزو، اخلاقی او اقتصادی مسایلو او د ټولنې د اوسېدونکو تر اغېز لاندې یوو. د دوى احساسات، غم، ښادی، جنجالونه او زیانونه په هر ډول زموږ له بریا سره تړاو لری. د انسان چلند او ظرافتونه باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شی. انسانی کسب و کار تر ټولو با ثباته کار دى.
ادبیات د انسانی احساساتو لکه صبر، غرور، حسادت، مهربانۍ، مینې، سخاوت، مېړانې او رښتینولۍ په اړه خبرې کوی. شعر او داستان په بېلابېلو ادبی لارو موږ د خپل شاوخوا او همبڼو له حالت خبروی چې په بېلابېلو موقعیتونو کې ژوند کوی، خو موږ ورسره خپلو اړیکو ته چندان پام نه دى کړى، یا راته بیخی عادی ښکاری.
همدا ادبی متون دی چې مطالعه یې موږ د انسان رښتینی ژوند ته نږدې کوی او هم راته د ځان پېژندنې زمینه مساعدوی.
د ادبیاتو په دنیا کې ورکېدل مو د نورو انسانانو ژوند ته رسوی. له انسانی اړتیاوو، مجبوریتونو، مأیسیو او هیلو مو خبروی او ددې اګاهی په هنداره کې بیا خپل ځان ګورو.
د رحمان بابا شعرونه که د ټولنیزو اخلاقو، انسانیت او خداى پېژندنې درس راکوی، د خوشحال بابا اثار مو د رزم و بزم، پښتونوالې او ازادۍ له خوږو سره اشنا کوی. د نصراحمد احمدی داستانونه مو د ژوند د هغو شېبو په قدر پوهوی چې موږ ته عادی ښکاری او هېرې کړې مو دی. د ننګیال او بارانی شعرونه راته وایی چې له طبیعت او ژوند سره سرسری چلند مه کوئ، په کې ننوځی او ځان پیدا کړئ.
دوى مو که حل لارې ته ونه رسوی، نو تر لږه مو ذهن کې داسې پوښتنې ایجادوی چې ورسره مو ذهن غوړېږی او د ځواب لپاره مو نورو لارو چارو ته د ذهن تړلې کړکۍ پرانېزی.
ادبیات یوازې د لیکلو تاکتیک، سرګرمی او د وخت تېرولو وسیله نه ده، بلکې په ژوند کې د فردی ودې، متفکرانه ارزونې، تصمیم نیولو او ټاکنې لاره ده. ادبیات تل د خلکو او ژوند په اړه خبرې لری. سخت زړی انسانان په عاطفی او مثبتو انسانانو بدلوی.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.