عبدالصبور مبارز
افغانی ټولنه چې له ډېرو بدبختیو سره مخ ده یوه بدبختی یې دا هم ده چې په دې ټولنه کې ادبی غلا هم ډېره ده، ډېر خلک د نورو لیکنې، کتابونه او یا هم تحقیق تر خپل نوم پورې تړی او بیا په ډېره بې شرمۍ ورسره خپل نوم لیکی او چاپوی یې، دا چې دا ډېره مهمه موضوع ده په همدې موخه مو ورته دا لیکنه ځانګړې کړې ده، په دې لیکنه کې به په ادبی غلا پېژندنې، ډولونو، بېلګو او د ادبی غل پر مجازاتو بحث وکړو.
د ادبی غلا پېژندنه:
په لغوی لحاظ ادبی غلا په معجم الوسیط کی داسې تعریف شوې ده؛ (د بل له کلامه اخیستنه، د بل له الفاظو یا معنا ګټه او یا په دې دواړو کی له یوه اخذ.) (۱)
همدارنګه د مریم ویبسټر ان لاین ډیکشنری ادبی غلا داسې تعریف کړې ده: (ډېریو کسانو د بل چا کار کاپی او یا په ځان پورې د لومړنی لیدلوری تړل ادبی غلا بلل کېږی. (۲)
پورتنۍ ډیکشنری ادبی غلا په لاندې ټکیو کې رالنډه کړې ده:
- د بل چا د څرګندونو او یا لیدلوری غلا کول او په خپل نامه پورې تړل.
- د بل چا د کار له حاصل څخه ګټه اخیستل پرته له دې چې نوم یې واخیستل شی.
- له اصلی سرچینې څخه ګټه اخیستنه او هغه په دې بڼه ښودل چې دا د غله نوښت دی. (۳)
د ادبی غلا ډولونه:
۱. د بل لیکوال لیکنه ټکی په ټکی په خپل نوم وړاندې کول. (دې ډول ادبی غلا ته په انګلیسی ژبه کې د CLONE Plagiarism اصطلاح کارول کېږی.(
۲. داسې لیکنه چې له یوې سرچینې څخه پکې ډېر مواد راخیستل شوی وی او هېڅ تغییر پکې نه وی راوړل شوی (په خپلو الفاظو نه وی لیکل شوې).(دې ډول ادبی غلا ته په انګلیسی ژبه کېCTRL-C Plagiarism وایی)
۳. له بلې لیکنې څخه راخیستل شوی ځانګړی الفاظ بدلول او نور متن همغه شان پرېښودل چې دې ډول ادبی غلا ته په انګلیسی ژبه کې د FIND-REPLACE Plagiarism اصطلاح کارول کېږی.
۴.د بل لیکوال د لیکنې څخه اقتباس کول او د بل لیکوال د لیکنې متن داسې تفسیرول او نقلول چې مناسب ربط هم ولری. (دا ډول ادبی غلا په انګلیسی کې د Plagiarism REMIX په نوم یادېږی.)
۵. د خپلې تېرې لیکنې څخه متن داسې راخیستل چې خپله تېره لیکنه د مأخذ په حیث ذکر نشی. (دې ډول ادبی غلا ته په انګلیسی کې RECYCLE Plagiarism وایی)
۶. په یوه لیکنه کې د ډېرو مأخذونو لرونکې لیکنې څخه الفاظ، له کوم بدلون نه پرته نقل کول او د بلې لیکنې مأخذونه پکې نه ذکر کول.( دغه ادبی غلا په انګلیسی ژبه کې HYBRID Plagiarism نومېږی)
۷. هغه لیکنه چې له ګڼ شمېر سرچینو څخه رانقل شوی متنونه، کلمات پکې همغسې رانقل شوی وی او مأخذونه یې نه وی ذکر شوی. (دې ډول ادبی غلا ته په انګلیسی کې MASHUP Plagiarism ویل کېږی)
۸. داسې لیکنه چې د مأخذونو یادونه پکې شوی وی، خو لیکل شوی معلومات په ذکر شویو مأخذونو کې موجود نه وی. (دې ډول ادبی غلا ته په انګلیسی کې Plagiarism404 ERROR وایی)
۹. داسې لیکنه چې مأخذونه پکې په سمه توګه نقل شوی وی، لیکن مأخذونو کې لیکل شوی موضوع ګانې اصلی او حقیقی نه وی؛ بلکې د بل چا لیکنه وی. (دا ډول ادبی غلا په انګلیسی ژبه کېAGGREGATOR Plagiarism نومېږی.
۱۰. لیکنه کې مأخذونه په سمه توګه کارول شوی وی، مګر له مأخذ څخه راخیستل شوې لیکنې باندې ډېر تمرکز شوی وی او د راخیستل شوې لیکنې جوړښت او ترتیب کې هم هېڅ ډول بدلون نه وی راغلی. (دې ډول ادبی غلا ته په انګلیسی کې PlagiarismRE-TWEET وایی. (۴)
عربو نقادانو بیا د لفظ او معنی په لحاظ ادبی غلا په درېیو برخو وېشلې؛
۱. د الفاظو غلا
۲. د معنا غلا
۳. د دواړو غلا (۵)
د ادبی غلا بېلګې:
په نړیوال ادبی تاریخ کې تر ټولو مهمه غلا د مهم او مشهور شاعر د ویلیام شکسپیر کیسه “رومیو او ژولیت” ده، دا کیسه لسګونه کاله وړاندې ایټالوی لیکوال Matteo Bandello د “مینه رونا” تر سرلیک لاندې لیکلې وه، نو شکسپیر د “رومیو او ژولیت” تر عنوان لاندې ډرامې ته واړوله، د دې ادبی شاهکار شهرت په ټوله نړۍ کې خپور شو، که څه هم د خپل ملګری ایټالوی لیکوال سره یې ظلم وکړ.
خو تر دې لویه ادبی غلا د ایټالوی لیکوال دانټی (Dante Alighieri) “الهی کومیدی” ده، په دې کتاب کې یې د عربی فیلسوف شاعر ابو علاء المعری “د بښنې لیک” تګلاره غوره کړې ده، دغه کتاب په لاتینی فرهنګ کې پېژندل شوی کتاب ؤ، لومړی دا چې په اندلس کې عربی فرهنګ په اسپانیی باندې د عربانو د واکمنۍ پر بنسټ پریمانه خپور ؤ، هغه چې د یونانی ارسطو فلسفه یې د ابن رشد په شرحو لاتینی ته اړولې وه او ارسطو طالیه الرشدیه باندې یې شهرت لاره، نو لاتینی ته د عربی کتابونو ژباړه ډېره آسانه وه، چې له هغو څخه یو د معری کتاب” د بښنې لیک” ؤ. (۶)
ځینې لیکوال چې کله ادبی غلاوی توجیه کوی د افکارو او خیالاتو توارد یې ګڼی، ابراهیم عبدالقادر المازنی په ۱۹۲۰م کې له روسی ژبې د (ابن طبیعه) په نامه یو ناول وژباړه، په ۱۹۳۰ کی یې د (ابراهیم الکاتب) په نامه یوه کیسه خپره شوه چی پنځه شپږ پاڼې کټ مټ د هماغه روسی ناول توری، ټکی او جملې وې، بیا یې ولیکل چی (روسی ناول زما په اروا کی ډېر ژور اغېز پرېیښی دی، اوس می قلم هماغسی ګرځېدلی، خو دا نو د ځان مال ګڼم. (۷)
له حقوقی پلوه د ادبی غل مجازات
له حقوقی پلوه د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپی رایټ) قانون په ۱۳۸۷لمریز کال کې رامنځ ته شو، دغه قانون په ۷ فصلونو او ۴۹ مادو کې تصویب شوی دی، په دې قانون کې د ادبی غلا د تعریفونو، ډولونو او د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق له حقوقو څخه یادونه شوې ده، موږ دلته یواځې د ادبی غل پر مجازاتو بحث کوو او په دغه قانون استناد کوو:
د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ قانون په ۳۰ ماده کې شخص کولای شی چې د خپلې لیکنې څخه د دفاع په موخه پر ادبی غل محکمه کې عریضه دایره کړی، دغه ماده وایی: (د دې قانون او د جانبی حقوقو د حمایت وړ آثارو د امتیاز د حق لرونکی پنځوونکی یا یو له وارثانو یا مؤجرینو څخه کولی شی، په دې قانون کې د درج شوو سرغړونو په هکله، محکمې ته مراجعه وکړی.) (۸)
د همدې قانون په دېرشمه ماده کې بیا د ادبی غل مجازات بیان شوی دی چې ادبی غل ته یې تر یو کال پورې حبس یا نقدی جریمې جزا ټاکلې ده، د دې قانون یو دېرشمه ماده داسې صراحت لری: (هغه شخص چې د دې قانون په (۱۹) مادې کې په درج شوی وخت کې د اثر د مالک له لیکلی موافقې پرته، په هره وسیله یا کړنې سره چې وی د هغه په چاپ او خپرولو لاس پورې کړی له احوالو سره سم تر یوه کاله پورې په حبس یا په نقدی جریمه چې له پنځوسو زرو افغانیو (۵۰۰۰۰) څخه لږ او له سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) افغانیو زیاته نه وی محکومیږی.) (۹)
د همدې قانون د دوه دېرشمې مادې د حکم په اساس که چېرې یو کتاب په ادبی غلا چاپ شوی وی او د هغې په زرګونو نسخې موجودې وی نو محکمه کولای شی د هغې په مصادرې حکم صادر کړی. (۱۰)
مأخذونه
۱ ـ نقیب احمد عزیزی، ادبی غلا، انعکاس ویب سایټ، د لاس رسۍ وړ په:
http://www.enikassradio.com/%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D8%BA%D9%84%D8%A7-2/
۲ ـ Merriam Webster online Dictionary
۳ ـ رحمت آریا، ادبی غلا (۲۰۰۹م اګست ۲۱) ادبی غلا، افغان جرمن آنلاین، د لاس رسۍ وړ په:
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/R_Arya_adabi_ghlaa.pdf
۴ ـ شمس الدین همت، د ادبی غلا تعریف او ډولونه، الفلاح پوهنتون، د لاس رسۍ وړ په:
http://alfalahuni.edu.af/%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%D9%87/%D9%BE%D9%84%D8%AC%D8%B1%D9%8A%D8%B2%D9%85/
۵ ـ نقیب احمد عزیزی، ادبی غلا، انعکاس ویب سایټ، د لاس رسۍ وړ په:
http://www.enikassradio.com/%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D8%BA%D9%84%D8%A7-2/
۶ ـ شرر ساپی (۲۰۱۶م، جون) ادبی غلا او تأثر، نن ټکی آسیا، د لاس رسۍ وړ په:
۷ ـ نقیب احمد عزیزی، ادبی غلا، انعکاس ویب سایټ، د لاس رسۍ وړ په:
http://www.enikassradio.com/%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D8%BA%D9%84%D8%A7-2/
۸ ـ د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپی رایټ قانون)، عدلیی وزارت رسمی جریده، ۳۰ مه ماده.
۹ ـ د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپی رایټ قانون)، عدلیی وزارت رسمی جریده، ۳۱ مه ماده.
۱۰ ـ د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو څخه د ملاتړ (کاپی رایټ قانون)، عدلیی وزارت رسمی جریده، ۳۲ مه ماده.
گهیځ