اذربایجان په کابل کې خپل سفارت پرانیزی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۹ مه نېټه):

د یو شمېر اذربایجانی رسنیو د خبر له مخې د دغې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، جیحون بایراموف ویلی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په کابل کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت پرانیزی.

دغو رسنیو زیاته کړې، چې بایراموف په باکو کې خبری ناستې ته د وینا پرمهال دغه څرګندونې کړې دی.

د ځایی مسوولینو په خبره نوی کال کې به باکو په څو نورو هېوادونو کې هم ډیپلوماتیک ماموریتونه پرانیزی.

د اذربایجان ریپورت خبری آژانس هم ویلی، چې د دې هېواد  ولسمشر الهام علی اووف د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۸ مه په یوه لاسلیک شوی فرمان کې الهام ممدوف د افغانستان لپاره د سفیر په ټوګه ټاکلی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت د پرانیستلو په اړه څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.