کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اذربایجان کې د اقلیمی بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو تر پېچلو خبرو – اترو وروسته پرېکړه وکړه، چې د نړۍ شتمن او پرمختللی هېوادونه به تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله، هر کال ۳۰۰ میلیارده ډالره بودیجه بې وزله هېوادونو کې د اقلیمی بدلونونو د اغېزو مهارولو په موخه ځانګړې کوی.
له اقلیمی بدلونونو اغېزمنو شویو هېوادونو سره به دغه برخه کې مرستې په راتلونکی زېږیز کال کې پیل شی.
د کاپ ۲۹ په وروستی پرېکړه لیک کې تر ۲۰۳۵ زېږیز کاله د اقلیمی بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره ۱ اعشاریه ۳ ټریلیونه ډالره کلنۍ بودیجه اټکل شوې، چې پاتې برخه به یې له خصوصی سکټور، نړیوالو بنسټونو او ځینو نورو مالی سرچینو برابریږی.
دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ ګډون کړی و او د غونډې په څنډه کې یې د ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو له استازو سره کتنو کې افغانستان کې د اقلیمی بدلونونو د اغېزو سره د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ