کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د ترکیې رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی، چې د هېواد په سویل ختیځو زلزله ځپلو سیمو کې به اغېزمنو او زلزلو ځپونکو خلکو ته نږدې۲ لکه کورونه ودان کړی.
اردوغان چې د مۍ په میاشت کې د ټاکنو څخه مخکې له سیاسی آزمون سره مخامخ دی، وویل چې د حکومت په توان کې یې چې هر څه وی، د زلزلې ځپلو سره به یې وکړی.
دوه اونۍ وړاندې د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې په ترکیې او سوریې کې څه باندې ۴۳ زره کسان مړه کړل، له یو لک ډېر یې ژوبل او په میلیونونو نور یې بې کوره کړل.
اردوغان وایی په دغو زلزلو کې په ترکیې کې شاوخوا ۱ لک۱۸ زره کورونه یا نړیدلی، یا نړول یې په کار دی او یا هم ډېر زیانمن شوی دی.
هغه ژمنه وکړه وکړه چې د نږدې ۲ لکه کورنو بیا رغونه به د مارچ په میاشت کې پیل کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ