اردوغان وایی، د قرآن سوځونې له پېښې وروسته به ترکیه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د ترکی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د دوشنبې په ورځ په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته له مظاهرې او هلته د قرآن کریم د نسخو له سوځولو وروسته ویلی، چې سویډن باید د ناټو له غړیتوبه د ترکیې د ملاتړ تمه ونه کړی.
رسنیو زیاته کړې، چې اردوغان د کابینې په غونډه کې ویلی، هغو کسانو ته چې په ستاکهولم کې یې زموږ د سفارت په وړاندې د سپکاوی اجازه ورکړې، باید په ناټو کې د دوی د غړیتوب لپاره زموږ پر ملاتړ حساب ونه کړی. اردغان وړاندې ویلی، که تاسو د ترهګرو سازمانونو او د اسلام دښمنانو سره مینه او ساتنه کوئ، نو تاسو ته زموږ مشوره دا ده چې د خپلو هېوادونو د امنیت سره د مرستې لپاره له هماغوی څخه مرسته وغواړئ.
هېره دې نه وی چې سویډن د ناټو د غړیتوب لپاره د ترکیې په ګډون د دغه سازمان د ټولو غړو ملاتړ ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.