کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت د تاریخی ځایونو د ساتنې او خوندیتوب لپاره ځانګړې امنیتی قطعه ګومارل شوې ده.
د چارواکو په وینا، دوی د تاریخی ابداتو د بیارغونې په برخه کې هم جدی هڅې پیل کړې دی.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مالوماتو له مخې، په دې ولایت کې ۱۳۶ تاریخی سیمې ثبت شوې دی.
له دې سیمو څخه کافر کلا، سلیمان تخت او کلا مرچه مشهور تاریخی ځایونه دی، چې د مسوولینو په خبره د ساتنې او بیارغونې لپاره یې ځانګړې پاملرنه کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
گهیځ