کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ د ډنډک په سیمه کی د ملکی خلکو ترمنځ د لارې پر سر شخړه رامنځته شوې، چې پنځو تنو ته په کې مرګ_ژوبله اوښتې.
د ګیزاب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ویلی، د ګیزاب ولسوالۍ د ډنډک په سیمه کې یادو ځایی خلکو د لارې پر سر شخړه کړې، چې د چړو او ډبرو ګزارونو له امله په کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ژوبل شوی دی.
د ځایی چارواکو په وینا مسوولین پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلی او ښکېلو غاړو ځینې کسان یې نیولی دی.
دا نښته په داسې مهال کیږی، چې څه موده وړاندې هم د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند مهرآباد سیمه کې د دوو کلیو ترمنځ په شخړه کې ۷ تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ