کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان مرکز ترینکوټ په مهر آباد سیمه کې د ۳ لکه ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مسوولینو په وینا دغه روغتون به د یادې سیمې ۴۰ زره کسانو ته روغتیایی خدمات وړاندې کړی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ویلی، چې د یاد روغتون چارې په ۱۲ میاشتو کې بشپړې شوې دی.
د اروزګان والی له مرسته کوونکو بنسټونو څخه غوښتی، چې د خلکو اساسی ستونزو ته دې ځان ورسوی.
د ده په خبره لاهم په لرې پرتو سیمو کې خلک روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی نه لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ