معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

اروزګان کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ۱۰.۳۲۰ کیلومتره کلیوالي سړکونو د جغل اچولو او بیا رغولو او دغه راز د ۱۷.۹۷۰ کیلومتره کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې.
د راپور پر بنسټ، د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ويلي، چې دغه پروژه د نړیوال بانک په مالي مرسته د چورې ولسوالۍ په ۱۱ پراختیايي شوراګانو کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې پلې شوې ده.
د مسوولینو په وینا، پر یادې پروژې ۳ میلیونه ۲۴۴ زره او ۵ سوه افغانۍ لګښت راغلی دی.
دوی زیاتوي، چې دغه پروژه کې ۵۱۵ مسلکي او غیر مسلکي کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس