کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ۱۰.۳۲۰ کیلومتره کلیوالی سړکونو د جغل اچولو او بیا رغولو او دغه راز د ۱۷.۹۷۰ کیلومتره کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې.
د راپور پر بنسټ، د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې دغه پروژه د نړیوال بانک په مالی مرسته د چورې ولسوالۍ په ۱۱ پراختیایی شوراګانو کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې پلې شوې ده.
د مسوولینو په وینا، پر یادې پروژې ۳ میلیونه ۲۴۴ زره او ۵ سوه افغانۍ لګښت راغلی دی.
دوی زیاتوی، چې دغه پروژه کې ۵۱۵ مسلکی او غیر مسلکی کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ