کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اروزګان لوړو زده کړو مؤسسه کې تېره ورځ د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوړو زده کړو وزارت په وینا، دې پروژو کې عمومی تالار، د لمریزې برېښنا سیسټم، د اوبو رسونې شبکه، کمپیوټر لېب او د وسایطو تمځای شامل دی.
د یادو پروژو د پرانېستې پر مهال د اروزګان لوړو زده کړو مؤسسې د احاطوی دېوال د جوړېدو نوې پروژه هم پرانیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت وایی، چې د اوسنۍ واکمنۍ له بیا پیل راهیسې د تحصیلی مرکزونو رغونې او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه شوې او د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې ګڼې پرمختیایی پروژې دوام لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ