کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اروزګان ولایت کې یو شمېر مېشت کوچیان وایی، روغتیایی مرکزونو ته له نه لاسرسی سربېره ګڼو نورو ستونزو سره مخ دی.
د خبر پر بنسټ دوی ویلی، چې د ژمی په روان موسم کې د سړې هوا له امله یې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوی، خو دوی یې د درملنې توان نه لری.
د اروزګان سیمه ییز مسؤولین بیا د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په دغه ولایت کې له مېشتو کوچیانو سره د اړینو مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکوی.
د دغه ولایت د سیمه ییزو مسؤولینو په خبره دا مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کوچیانو شاوخوا ۴ زره کورنۍ مېشتې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ