کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان امنیتی مسوولین وایی، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې یې یو کس د ۷۷ کیلو ګرامه نشه یی توکو سره یوځای نیولی دی.
د خبر پر بنسټ د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلی، چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د احمدشاه په نوم یاد کس په داسې حال کې د لسګونه کیلوګرامه هیرویین سره نیولی، چې یاد توکی یې هلمند ولایت ته لېږدول.
مسوولین وایی، چې نیول شوی کس د نورو پلټنو په موخه اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ