کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د یونېسف مسوولینو ويلي، چې د تېرو ۱۱ میاشتو پر مهال یې اروزګان کې ۲۲۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستي دي.
د راپور پر بنسټ، ۴۵ زره ماشومانو ته په دغه ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
سوېل کې د یونېسف ادارې د پوهنې برخې مسوول زیاته کړې، چې دغه اداره په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې د کلونو راهیسې تړلي وو، بېرته پرانېستلې دي.
نوموړي دغه څرګندونې د یونېسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول “سلویستر بفو” او نورو چارواکو دغه څرګندونې اروزګان کې د سویل لوېدیځ زون په کچه د کلني فعالیتونو د ارزونې او پایلو د وړاندې کولو پرمهال کړې دي.
د یونیسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول په دې غونډه کې ویلي، چې دا مهال یې په سویل زون کې ۲ زره ۲۵۵ محلي ټولګیو کې ۷۶۵۰۵ ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې، چې ورسره یې ۵۶ ښوونځیو ته احاطوي دېوالونه هم جوړ کړې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/