کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د یونېسف مسوولینو ویلی، چې د تېرو ۱۱ میاشتو پر مهال یې اروزګان کې ۲۲۰ تړلی ښوونځی بېرته پرانېستی دی.
د راپور پر بنسټ، ۴۵ زره ماشومانو ته په دغه ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
سوېل کې د یونېسف ادارې د پوهنې برخې مسوول زیاته کړې، چې دغه اداره په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځی چې د کلونو راهیسې تړلی وو، بېرته پرانېستلې دی.
نوموړی دغه څرګندونې د یونېسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول “سلویستر بفو” او نورو چارواکو دغه څرګندونې اروزګان کې د سویل لوېدیځ زون په کچه د کلنی فعالیتونو د ارزونې او پایلو د وړاندې کولو پرمهال کړې دی.
د یونیسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول په دې غونډه کې ویلی، چې دا مهال یې په سویل زون کې ۲ زره ۲۵۵ محلی ټولګیو کې ۷۶۵۰۵ ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې، چې ورسره یې ۵۶ ښوونځیو ته احاطوی دېوالونه هم جوړ کړې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ