اروپایی ټولنه د اقتصادی ثبات په راوستلو کې د افغان مېرمنو رول مهم ګڼی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې شارژدافېره رافایلا یودیچه ویلی، چې افغانستان کې د اقتصادی خوځښت او ثبات راوستلو لپاره د ښځو کارموندنه مهم رول لری.

نوموړې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، د بازار متنوع کول، د نوښت پیاوړی کول او د محلی اقتصاد تقویه کول د ښځو د کار و بار او اوږدمهالې سوکالۍ ته وده ورکوی او پر مرستو د دوی تکیه کول راکموی.

مېرمن یودیچه د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام یو ویډیویی کلیپ بیا خپور کړی، چې دې ویډیو کې یوه ښځه وایی، د کوچنی پور په اخیستلو توانېدلې چې خپل شخصی کاروبار ته وده ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.