کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
اروپايي ټولنې په افغانستان کې زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د را وېستل شویو کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
اروپايي ټولنې ویلي، په دې پیسو کې به ۶۰ میلیونه د بشري مرستو سازمانونو ته چې په افغانستان کې کار کوي ورکړي او یو میلیون نورې به هغو ته وسپاري، چې په پاکستان کې کار کوي.
دغې ټولنې ويلي، په دې نوې مرستې به زلزله ځپلو ته د سرپناه، روغتیا، تغذیې او د اوبو اړتیاوې پوره شي.
اروپايي ټولنې دغه راز زياته کړې، چې د دې پیسو یوه برخه به د هغو افغان کډوالو پر ملاتړ ولګول شي، چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستنیږي.
دې وروستیو کې د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې ۷۰ زره افغانې کورنۍ له پاکستانه په جبر ووېستل شوې او افغانستان ته راواستول شوې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/