اروپایی ټولنه له کډوالو او زلزله ځپلو سره ۶۰ میلیونه یورو مرسته کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
اروپایی ټولنې په افغانستان کې زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د را وېستل شویو کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
اروپایی ټولنې ویلی، په دې پیسو کې به ۶۰ میلیونه د بشری مرستو سازمانونو ته چې په افغانستان کې کار کوی ورکړی او یو میلیون نورې به هغو ته وسپاری، چې په پاکستان کې کار کوی.
دغې ټولنې ویلی، په دې نوې مرستې به زلزله ځپلو ته د سرپناه، روغتیا، تغذیې او د اوبو اړتیاوې پوره شی.
اروپایی ټولنې دغه راز زیاته کړې، چې د دې پیسو یوه برخه به د هغو افغان کډوالو پر ملاتړ ولګول شی، چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستنیږی.
دې وروستیو کې د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې ۷۰ زره افغانې کورنۍ له پاکستانه په جبر ووېستل شوې او افغانستان ته راواستول شوې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.