ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۳۰مه او د اګسټ میاشتې ۲۱مه نېټه ده)د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې شارژدافیر ارنولټ پاولزد رییس الوزراء له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلی چې دوی په افغانستان کې د سولې او د افغانانو د یووالی غوښتونکی دی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړی له قوله ویل شوی چې اروپایی ټولنه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوی.
نوموړی زیاته کړې، اروپایی ټولنه غواړی چې له افغانستان سره خپل تعامل زیات کړی او له اوسنی حکومت سره په بېلابېلو برخو کې خبرو ته دوام ورکړی.
په همدې حال کې د رییس الوزراء سیاسی مرستیال هم ویلی چې دوی له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هېچاته به اجازه ور نه کړی چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروی او هوایی حریم یې نقض کړی.
گهیځ