اروپایی ټولنه وایی، اقلیمی بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې دفتر ویلی، اقلیمی بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی دی.
د دوی په خبره افغانستان د بشری او طبیعی ناورینونو له اړخه څلورم هېواد بلل کیږی، چې اقلیمی بدلون د خلکو ژوند ته ډېر زیان رسوی.
په افغانستان کې د دې ټولنې دفتر پر ټویټر لیکلی، دغه ټولنه د اقلیمی بدلون د اغېزو د کمولو او د مقابلې میکانېزمونو په موندلو کې له خلکو ملاتړ کوی. په ورته مهال دې ټولنې په یوه بل ټویټ کې لیکلی چې اقلیمی بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی او زیاتوی چې وچکالی او سېلابونه به د افغانانو وضعیت لا ناوړه کړی.
دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې دې وروستیو کې شدیدو بارانونو او سېلابونو خلکو ته سخت مالی او ځانی زیانونه اړولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.