کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف ويلي، چې اروپايي ټولنې په خوارځواکۍ د ښځو او ماشومانو د اخته کېدو مخنیوي او درملنې او هم افغانستان کې د ناپاکو اوبو برخه کې د خدمتونو د ښه کېدو لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي..
یونېسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اروپايي ټولنې پر دغه نوي مالي ملاتړ به د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو ۲۷ میاشتنی پروګرام پلی کړي، چې په ترڅ کې به یې ۱.۷ میلیونه ماشومانو او مېندو ته د تغذيې په برخه کې مرستې برابرې شي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې د دې سربېره به د دغه پروګرام له لارې ۸۰ زره کسانو ته د څښلو پاکې اوبه او ۲۰۶ تنو نورو ته د حفظ الصحې په برخه کې او ۶ زره نجونو ته به حرفوي زده کړې ورکړل شي.
د دغې خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ دا پروژه د اروپايي ټولنې لخوا د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کېدو په برخه کې د مخکیني ملاتړ په دوام ترسره کېږي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/