کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف ویلی، چې اروپایی ټولنې په خوارځواکۍ د ښځو او ماشومانو د اخته کېدو مخنیوی او درملنې او هم افغانستان کې د ناپاکو اوبو برخه کې د خدمتونو د ښه کېدو لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دی..
یونېسف په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د اروپایی ټولنې پر دغه نوی مالی ملاتړ به د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو ۲۷ میاشتنی پروګرام پلی کړی، چې په ترڅ کې به یې ۱.۷ میلیونه ماشومانو او مېندو ته د تغذیې په برخه کې مرستې برابرې شی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې د دې سربېره به د دغه پروګرام له لارې ۸۰ زره کسانو ته د څښلو پاکې اوبه او ۲۰۶ تنو نورو ته د حفظ الصحې په برخه کې او ۶ زره نجونو ته به حرفوی زده کړې ورکړل شی.
د دغې خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ دا پروژه د اروپایی ټولنې لخوا د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کېدو په برخه کې د مخکینی ملاتړ په دوام ترسره کېږی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ