کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
دغې ټولنې ویلی، د افغانستان سرپرست حکومت مکلف دی، چې د هغو نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو پر بنسټ چې دغه هېواد لاسلیک کړی، د افغانانو د حقونو ساتنه او درناوی وکړی. اروپایی ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې پوهنتونونو ته د ښځو د ورتګ د مخنیوی په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت پرېکړه له نړیوالو مکلفیتونو او قوانینو څخه سرغړونه ده چې د ښځو او نجونو پر وړاندې بنسټیز او سیستماتیک تبعیض دی.
دوی زیاتوی چې په نړیوالو تړونونو کې د ټولو لپاره له تبعیض پرته باکیفیته زده کړو ته لاسرسی شامل دی.
دغې اتحادیې ویلی چې هر ماشوم باید له کوم تبعیض پرته لومړنیو او منځنیو زده کړو ته لاسرسی ولری او لوړو زده کړو ته هم باید له کوم توپیر پرته اجازه ورکړل شی.
د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په اړه د د حکومت وروستۍ پرېکړه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ