کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپایی ټولنې ویلی، په افغانستان کې د وژونکې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د بېړنیو بشری مرستو رسولو په موخه یې ۳.۵ میلیونه یورو ځانګړی کړی دی.
د دې ادارې ځینو لوړپوړو چارواکو پرون زلزله ځپلو سیمو لیدو ته ورغلی او ویلی یې دی، چې له دې مرستې سره به د اغېزمنو کورنیو ځینې اړتیاوې پوره شی.
اروپایی ټولنې همدا راز زیاته کړې چې له اعلان شویو پیسو ۲.۵ میلیونه یورو یې خپلو هغو شریکانو ته په پام کې نیولی، چې دمګړۍ په سیمه کې د بشردوستانه چارو په ترسراوی بوخت دی.
د نړیوالو مرستو په لړ کې تېره ورځ هم د متحده عرب اماراتو، ترکیې، ازبکستان او قزاقستان له هېوادونو څخه په جلا – جلا الوتکو کې خوراکی مواد، درمل، جامې او نور د اړتیا وړ اړین توکی هېواد ته رسېدلی دی.
د رسمی شمېرو له مخې دغو زلزلو کې تر یونیم زرو پورې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوی او له ۲ زرو ډېرو کسانو د مړه کېدو ترڅنګ نږدې ۲ زره تنه نور ژوبل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ