اروپایی ټولنه وایی افغان لوری ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړی دی.
ګهیځ: نن سې شنبه (دلیندۍ ۹مه) د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلی چې په دوحه کې یې له افغان پلاوی سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه لرل.
د توماس په وینا افغان لوری ته یې هغه شرطوه واضح کړی، چې پر بنسټ یې دوی له افغانستان سره مرستې کوی. نوموړی ویلی، افغان پلاوی ور سره ژمنه کړې چې د دوه وړاندې شوی شرطونه عملی کوی.
نوموړی دا هم وایی چې اروپایی ټولنه غواړی څو په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شی، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شی، بشری حقونو ته درناوی وشی، ټول اړخونه دې په حکومت کې ګډ وی، د قومی اختلافونو مخنیوی دې وشی او تر څنګ یې دې د پیاوړی حکومت لپاره مسلکی او وړ کسان په اداراتو کې ځای پر ځای شی.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی هم ویلی وو چې له اروپایی ټولنې سره یې خبرې ګټورې وې او ښې پایلې به ولری.
گهیځ