کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې د اروپایی ټولنې د مدنی خوندیتوب او بشردوستانه مرستو بنسټ د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۱.۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه.
اوچا ویلی، پرلپسې ملاتړ د افغانانو د ژغورلو لامل کیږی. نوموړی بنسټ زیاته کړې چې د اروپایی ټولنې د مدنی خوندیتوب او بشردوستانه مرستو بنسټ له ۲۰۲۲ کال څخه تر اوسه ټولې ۷.۱۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
اوچا د روان کال د سرطان پر ۲۰مه هم ویلی وو، چې د اوسنی افغان حکومت له واکمنۍ شاوخوا درې کاله وروسته هم په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ