کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸ نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې د استازولۍ سرپرستې او شارژدافیرې رافیلا یودیچه د ریاستالوزرا له اداری مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، چې اروپایی ټولنه له افغانستان سره ۱۴۵ میلیونه یورو نوې مرسته کوی.
د راپور پر بنسټ، نوموړې د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو سره د مرستو او له نشه یی توکو سره د جدی مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلې دی.
په ورته مهال د ریاست الوزرا اداری مرستیال ویلی، چې په افغانستان کې د سرتاسری امنیت د تامین له امله اروپایی ټولنه کولی شی په بېلابېلو برخو کې پانګونه هم ترسره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ