کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اروپایی ټولنې افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره څه باندې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه امریکایی ډالر ځانګړی کړی دی.
یادې ټولنې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان سره به په ګډه ډاډ تر لاسه کوی، چې کډوال په خوندی توګه راستنیږی او خپلو مېنو ته له رسېدو سره سم له اړینو خدمتونو نه بې برخې کیږی.
دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږی، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی دی.
پاکستان له ناقانونه کډوالو غوښتی، چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې ووځی.
نن هم د سپین بولدک له لارې نږدې ۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ