اروپایی ټولنې په غزه کې د سمدستی اوربند غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مشر جوزېف بورېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، چې د دې ټولنې ۲۶ غړو هېوادونو د بشری مرستو لپاره په غزه کې د جګړې د سمدستی پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

یادې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له ډلې یوازې هنګری له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی. جوزېف بورېل ټینګار کړی، چې د جګړې سمدستی اوربند باید د تلپاتې اوربند د رامنځته کېدو سبب شی.

دا غوښتنه په داسې حال کې کیږی، چې اسراییلی اشغالګرو د غزې تړانګې په جنوب او د رفح په ښارګوټی د سترو بریدونو لپاره د خپل چمتوالی خبر ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.