اروپایی کمېسیون افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړی کړی

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: اروپایی کمېسیون خبر ور کړی، چې د افغانستان په ګډون پنځلسو هېوادونو ته د خوراکی توکو د رسولو لپاره ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړی کړی دی.
دغه کمېسیون دوشنبه (د لړم ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په افغانستان کې د خوراکی موادو له سخت کمښت سره د مقابلې لپاره ۷۵ میلیونه یورو ځانګړې شوی.
ویل کېږی چې پاتې پیسې مالی، نایجر، چاد، جنوبی سوډان، ایتوپیا، سومالیا، یمن، سوریه، لبنان، وینزویلا، کولمبیا، اکوادور او پیرو ته د مرستې په ډول ورکول کېږی.
خبرپاڼه زیاتوی چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړی کافی خوراکی توکو ته لاسرسی نه لری.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کابل او څېرمه ولایتونو کې د سږنی ژمی لومړۍ واوره ولوېده، خلک شکایت کوی چې د خوراکی توکو او سون توکو د اخیستلو وس نه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.