معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپایي ټولنه له افغان کډوالو سره ۳۶ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپایي ټولنه له افغان کډوالو سره ۳۶ میلیونه یورو مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو چارو وزیر سره کتنه کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او لاسنیوی د ټولو ګډ مسوولیت بللې دی.

ویرونیکا ویلي، د کډوالو لاسنیوي په موخه یې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو سره ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې، چې د روان کال تر پایه به ۳۶میلیونه یورو نوره مرسته هم وکړي.

بل لور دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر د کډوالو په نوم کېدونکو مرستو په کډوالو د وېشلو، اساسي کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ برخو کې په مصرفولو ټینګار وکړ.

د کتنې پرمهال پاکستان او ایران کې د کډ‌والو ستونزو، جرمني او نور اروپایي هېوادونو له لوري د کډوالو جبري وېستلو او یا نورو هېوادونو ته د هغوی د لېږلو، کورنیو بې ځایه شویو او پایداره ادغام او هغوی ته د مرستو د راجلبولو په اړه خبرې شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس