اروپایی ټولنه له افغان کډوالو سره ۳۶ میلیونه یورو مرسته کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د اروپایی ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو چارو وزیر سره کتنه کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او لاسنیوی د ټولو ګډ مسوولیت بللې دی.

ویرونیکا ویلی، د کډوالو لاسنیوی په موخه یې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو سره ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې، چې د روان کال تر پایه به ۳۶میلیونه یورو نوره مرسته هم وکړی.

بل لور دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر د کډوالو په نوم کېدونکو مرستو په کډوالو د وېشلو، اساسی کارونو، سرپناه، کاری فرصتونو او اقتصادی ملاتړ برخو کې په مصرفولو ټینګار وکړ.

د کتنې پرمهال پاکستان او ایران کې د کډ‌والو ستونزو، جرمنی او نور اروپایی هېوادونو له لوری د کډوالو جبری وېستلو او یا نورو هېوادونو ته د هغوی د لېږلو، کورنیو بې ځایه شویو او پایداره ادغام او هغوی ته د مرستو د راجلبولو په اړه خبرې شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.