معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپایي ټولنې د نجونو د کار او تعلیم بندیز له امله د سرپرست افغان حکومت پر دوو وزیرانو بندیز لګولی

اروپایي ټولنې د نجونو د کار او تعلیم بندیز له امله د سرپرست افغان حکومت پر دوو وزیرانو بندیز لګولی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اروپایي ټولنې لخوا اتم د مارچ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سرپرست افغان حکومت د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارتونو پر سرپرست وزیرانو بندیز لګولی.
د اروپايي ټولنې د شورا پر پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغو بندیزونو کې نهه اشخاص او درې رسمي ادارې شاملې دي چې پرې د ویزو د بندیز په ګډون په اروپایي ټولنه کې د هغوی هر ډول شتمنۍ کنګل کیږي.
سرپرست افغان حکومت د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف وزارت پر سرپرستو وزیرانو بندیزونه بې اغېزې ګڼلي او په دغه برخه کې یې د خبرو له لارې د مسایلو پر حل ټینګار کړی دی.
دغه بندیزونه او څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې تازه د لوړو زده کړو وزیر یوه غونډه کې ویلي، چې پر افغان نجونو د تعلیم بندیزونه موقتي بڼه لري، چې ښایي ډېر ژر حل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس